'ټول پنجاب دې له سختدریځو پاک کړل شي'
د پښتنو ملتپاله ګوندونه وايي، د پاکستان په ټولو هغو ځایونو کې دې عملیات وشي چې سختدریځه او وسله والې ډلې پکې موجودې دي. دوی پر حکومت غږ کړی چې د پنجاب عملیات دې د صوبې تر جنوبه نه محدودوي او د اړتیا پر اساس دې هر ځای کارروایانې وکړي. ملتپاله مشران وايي، د عملیاتو پر وخت د ملکي حکومت او پوځ تر منځ همغږي اړینه ده. ملیحه امیرزاده تفصیل راکوي.