د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې روانو بارانونو او سېلابونو ۱۲۱ کسان وژلي


په پاکستان کې د روانو بارانونو او سېلابونو له کبله ۱۲۱ کسان مړه شوي دي. د پاکستان د افتونو د نظم قامي ادارې د سېشنبې په ورځ په خپل خپور شوي راپور کې ويلي چې په ورته پيښو کې ۱۸۸ کسان ژوبل شوي هم دي.

په راپور کې ويل شوي چې په خېبر پښتونخوا کې ۱۰۴،په قبايلي سيمو کې ۳۸، بلوچستان کې ۲۹، ګلګت بلتستان کې ۱۶، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۲۱ او په پنجاب کې ۱۴ کسان مړه شوي دي.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې روانو بارانونو او سېلابونو ۱۴۲۸ کورونو ته هم زيان اړولی دی. راپور د تيرې مياشتې له نهمې بيا تر ۳۱مې نيټې پورې تر شوي پيښې راخيستي دي.

په پاکستان کې په تېر کال جولايي مياشت کې هم د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۰۸ کسان مړه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG