د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې بارانونو ۴۶ کسان وژلي ګڼ ژوبل


د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو نظم اداره وايي، هلته بارانونو تر اوسه لږ تر لږه شپږ څلوېښت کسان وژلي دي او یو څلوېښت نور یې ژوبل کړي دي.

د یادې ادارې چارواکو ویلي چې په صوبه کې تر ټوله زیاته شانګله ضلع ځپل شوې ده چې پکې څورلس کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپيان دي.

د پي ډي ایم اې په رپوټ کې راغلي چې په کوهستان کې دولس، په سوات کې اته، په بنو، چترال، مردان او بټګرام کې دوه دوه او په ملاکنډ، مانسهره، دیر او چارسده کې یو یو تن وژل شوی دی.

په پاکستان کې تېره میاشت هم بارانونو د خیبر پښتونخوا په ګډون د ملک په نورو سیمو کې تر یو سل اتیا زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG