د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د استانبول پروسې د غړو هیوادونو له همکارۍ پرته په افغانستان او سیمه کې د امن ټینګښت ستونزمن دی.
حکمت خلیل کرزي د اپریل په درېمه د استانبول د پروسې د پنځمې تخنیکي ناستې په څنډه کې مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې اوسنیو موجوده ګواښونو ته په پام سره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي کرزي وویل چې په دغه ناسته کې دوی د یوې طرحې په اړه خبرې کړې دي چې له مخې به یې په راتلونکي کې د استانبول د پروسې له غړو هیوادونو سره یو ځای د تروریزم سره د مبارې په خاطر پر یو امنیتي پلان کار وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیوکلاس هایسم په دغه ناسته کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې په سیمه ییزه همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې یو هیواد په یوازیتوب سره د دې پدیدې په وړاندې مبارزه نشي کولای.