د لاسرسي ځای

تازه خبر

شبقدر: د مشکوکو کسانو خلاف عملیات جاري دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان امنیتي ځواکونو په شبقدر سیمه کې د عملیاتو پرمهال د خالي او یکشنبې په ورځو شل مشکوک کسان او یوه اندازه وسلې نیولي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي د یادې سیمې په بیلا بیلو کلیو کې حکومتي سرتیري کور په کور تالاشي اخلي.د پلټنې په دغو عملیاتو کې ملیشه ځواکونه، مهمند خاصه دار ځواک او لېویز فورس په ګډه برخه اخلي.

ځايي امنیتي چارواکي وايي د نیولو شویو په منځ کې شپږ یې افغان کډوال هم دي چې له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا د پلټنې دغه عملیات د ( نېشنل ایکشن پلان ) له مخې پیل کړل شوي او په ترڅ کې یې د هغو وسلوالو د نیولو هڅه کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته اوړي راوړي.

XS
SM
MD
LG