د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوباما اداره غواړي د کاروبارونو لپاره پر ایران محدودیتونه نرم کړي


د اوباما ادارې چارواکي له ایران سره د کاروباري سوداګانو لپاره هلته د امریکايي ډالرو پر کارولو د محدودیتونو پر نرمولو غور کوي چې دا باوري کړي چې تهران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره تر اټومي توافق وروسته هغه اقتصادي اسانتیاوې تر لاسه کړي چې ورسره یې ژمنه شوې وه.

د دې اقدام رسمي اعلان نه دی شوی خو دا خبره بېګا ځېنو امریکايي چارواکو رویټرز او اسوشي اېټډ پریس اژانس ته وکړه. د دې چارواکو نوم نه دی ښودل شوی خو وايي، د امریکا مالیې وزارت پر دې غور کوي چې له هېواده بهر بانکونو ته اجازه ورکړي چې امریکايي ډالرو ته محدود لاسرسی ولري چې له ایران سره د مشروع کاروباري سوداګانو ملاتړ وشي. امکان دی چې دا اقدام به د ایران د خراب اقتصاد مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG