د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د اټومي امنیت سرمشریزه کېږي


تمه کیږي چې په واشنګټن کې د ایټمي سلامتۍ په اړه په کېدونکې سرمشریزه کې د شمالي کوریا لخوا ورپېښ اېټمي ګواښ او د اسلامي دولت وسله والې ډلې لخوا د ایټمي وسلې تر لاسه کولو امکان د غونډې د اېجنډې د سر موضوعات وي.

د مارچ په 31 مه کېدونکې دوه ورځنۍ غونډه تر هغې وروسته داسې ډول څلورمه سرمشریزه ده چې په 2009 م کال کې د امریکا ولسمشر براک اوباما د خپلې خارجه پالیسۍ په ایجنډا کې د ایټمي وسلو نه خورېدل یوه مهم جزو وګرځولو.

په سرمشریزه کې تقریبا د پنځوسو ریاستونو مشرانو په ګډون حکومتي چارواکي او د نړیوالو تنظیمونو استازي ګډون کوي. په دغه ناسته کې روس ګډون نه کوي چې د یوکراین سربېره د نورو مسلو په سر یې له غرب سره تعلقات کړکېچن شوي دي.

د امریکا قامي سلامتیا مرستیال سلاکار بین روډز په خبره دغه سرمشریزه یوه موقع په لاس ورکوي چې څرنګه وکړل شي ایټمي مواد د ترهه ګرو او په تېره د اسلامي دولت وسله والې ډلې لاسو ته ور نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG