د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې امام، زابل کې دوه ماشومان وژل شوي دي


په کندهار کې وسله والو د یوه جومات امام وژلی دی.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د چارشنبې پر ماسخوتن شاوخوا نهه بجې د لویې ویالې نري پله په سیمه کې شوې.

هلته د چارشنبې پر ورځ ناوخته د زابل ولایت په مرکز کلات کې په بمي چاودنه کې د یوه ښوونځي دوه ماشومان وژل شوي دي.

د زابل امنیت امر سمونمل غلام جېلاني فراهي وايي، دا بم د ولایت نشه يي موادو ضد مبارزې د مدیر کور ته نېږدې ښخ کړل شوی وو چې پکې یو خور او ورور ووژل شول.

د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG