د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوايي بريد ۱۱ تنه داعش وسله وال وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هوايي ځواک په بمبارۍ کې د داعش وسله والې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، د شنبې په ورځ ناوخته ننګرهار اچين ولسوالۍ اړوند مومند درې او شين شوبې سيمو کې د هوايي بريدونو له امله ۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

مشرقیوال وايي چې په ددغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي او وژل شوي داعش وسله وال ټول بهرنيان دي.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG