د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: د ترهګرۍ خلاف ګډه مبارزه پکار ده


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو معاملو خبرې کړې دي. حسن روحاني د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین، وزیراعظم نوازشریف او د سر لښکر جنرال راحیل شریف سره لیده کاته کړي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې ISPR لخوا د مارچ په ۲۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حسن روحاني او راحیل شریف د سیمې په امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ د قابو کولو په اړه خبرې کړې دي. داوړو مشرانو پرون په اسلام اباد کې کتلي او د پوځ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دغه ملاقات کې د ضرب عضب عملیاتو، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پوله د امنیت ساتنې او نورو امنیتي چارو خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د نوازشریف سره په ګډ خبري کانفرانس کې حسن روحاني د ترهګرۍ خلاف پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

حسن روحاني اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د پاکستان سره په تجارت، انرجۍ او سوداګرۍ څانګو کې په یو شمېر لوظنامو لاس لیکونه هم وکړل.

XS
SM
MD
LG