د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۴۸ وسله وال وژل شوي


د افغانستا دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو په عملیاتو کې د بهرنیانو په ګډون ۴۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

له دغه وزارته نن (شنبه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات په هلمند، غزني، خوست او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG