د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د امن لښکر جوړولو پرېکړه شوې


د جنوبي وزيرستان د احمدزی وزير قبيلي خلکو د امن لښکر جوړولو پريکړه کړې ده.

د جمعې په ورځ د واڼه په شکۍ سيمه کې د يادې قبيلې مشرانو په يوه غونډه کې وويل چې دوی له حکومت سره د ۲۰۰۷م کال په امنيتي لوظنامه ټينګ ولاړ دي او هېچاته به د امن خرابولو اجازه ورنه کړي.

دوی زياتوي که چا هم له دغې لوظنامې سرغړونه وکړه، کور به يې سځول کېږي او له قوم او سيمې به ويستلې کېږي.

دوی له حکومته دا هم غوښتنه وکړه چې په سيمه کې دې پرمختيايي کارونه ترسره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG