د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هر لوګري یوه افغانۍ د ولایت ټول ښوونځي تعمیرولی شي'


د لوګریانو یوه افغانۍ به دریو، څلورو کلونو کې د دغه ولایت د ښوونځیو ودانیو ستونزه هواره کړي.

د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې په نوي ښوونیز کال کې يې یو داسې نوی پروګرام پیل کړی، چې هره ورځ به له ټولو زده کوونکو یوه، یوه افغانۍ راټولیږي او پدې پیسو به ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.

د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وايي که د لوګر له زده کوونکیو هره ورځ یوه، یوه افغانۍ راټوله شي، نو دا په میاشت کې ۴،۲ میلیونه افغانۍ کیږي او بیا په یو کال ۶۲ میلیونه افغانۍ ورځنې جوړیږي، چې د همدې پروګرام د عملي کیدو له لارې په لوګر کې په دریو یا څلورو کلونو کې ټولو بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړیدای شي.

افغان سربازان د ښوونځيو تعمیرولو لپاره بسپنه ورکوي
افغان سربازان د ښوونځيو تعمیرولو لپاره بسپنه ورکوي

د لوګر والي د دې پروګرام هدف دا بولي چې خلک به خپل ښوونځي په خپله جوړوي او دا د کورنیو او خلکو لپاره یوه داسې پانګه ده، چې ګټې څخه يې بېرته دوی برخمنېږي.

د لوګر یو تن مدني فعال شفیع الله افغانزی د چارواکو له لوري پیل شوی دا پروګرام یو ښه نووښت بولي او زیاتوي چې د دې پروګرام په پلي کولو سره د پوهنې سکټور د ځان بسیاینې پر لور ځي.

د افغانستان په ډېرو ولایتو کې د ښوونځیو ودانیو نشتون په اساسي ستونزو کې حسابیږي.

د لوګر ولایتي شورا یو تن غړی عمر عبدالرحیمزی وايي چې د لوګر ۱۱۷ بابه ښوونځي سرپنا او ودانۍ نلري، خو دی باور لري، چې د یاد ولایت اوسیدونکي به له دې پروګرام سره مرسته وکړي او کرار، کرار به دا په یوه هېواد شموله پروګرام بدل شي:

"زموږ په لوګر کې ۱۱۷ ښوونځي ودانۍ او تعمیرونه نلري، باور لرو چې د دې پروګرام په کامیابۍ کې به د لوګر علم دوسته ولس همکاري کوي، موږ چې څومره ناستې درلودې، مدنی ټولنو، شوراګانو او نورو بنسټونو د دې نووښت هرکلی کړی دی."

لوګریان د خپلو ښونځيو ودانیو لپاره بسپنه ورکوي
لوګریان د خپلو ښونځيو ودانیو لپاره بسپنه ورکوي

د لوګر عمرفاروق لیسې زده کوونکی حکمت الله هم وايي، که دا پروګرام بریالی شي، نو د یاد ولایت معارف به پر ځان بسیا کړي او شته ستونزې به په خپله حل کړي.

حکمت الله هېله وښوده چې لدې پروګرام به د افغانستان د نورو ولایتونو چارواکي هم الهام واخلي او دا ډول پروګرامونه به په خپلو ولایتونو کې عملي کړي.

د لوګر چارواکو وویل، چې د یاد ولایت په ټولو ښوونځیو کې د مرستې د لویو صندوقونو پر کېښودو لګیا دي، تر څو هر ورځ د ښوونځيو د ادارو تر څارنې لاندې زده کوونکي په منظمه توګه په کې یوه، یوه افغانۍ واچوي.

د دوی په وینا دا ډول صندوق په خپله چارواکو هم په ښار، ملکي او پوځي ادارو ګرځولي او ټولو په پوره لیوالتیا ورسره همکاري کړې ده.

کتونکي هم پدې باور دي کچیرې هره ورځ د ښوونځي صندوق ته د زده کوونکو لخوا یوه، یوه افغانۍ واچول شي، نو نه یوازې د ټولو زده کوونکو هغه کره شمېره به مالومه شي، بلکې کورنۍ به ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو لېږلو ته متوجه شي او پدې ډول سره به د ودانیو په ګډون د پوهنې د بهیر ډېری ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG