د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت او حکمتیار ډلې تر منځ د سولې خبرې به دوام وکړي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې په راتلونکو ورځو کې هم دوام لري.

محمد امین کریم چې په دې خبرو اترو کې د حزب اسلامي پلاوی مشري کوي مشال راډیو ته وویل، له افغان چارواکو سره یې له مخکې د جوړ جاړي یوه مسوده برابره کړې چې باید پر بېلابېلو مادو یې اوس غور او بحث وشي.

نوموړي هیله وښوده چې که مقابل لورې یې صادقانه ګامونه واخلي روانې خبرې اترې یوې ښې نتیجې ته رسېدلی شي.

محمد امین کریم وویل چې له افغان حکومت سره یې وړاندې هم تماسونه لرل خو دا لومړۍ رسمي خبرې دي چې د سولې عالي شورا په منځګړیتوب په کابل کې ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG