د کراچۍ پوليسو مشر مشتاق مهر د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي چې قانون نافذوونکو ادارو او پوليسو په ګډه د ښار منګوپير سيمه کې د عملیاتو پر مهال د کامران اسلم په نوم یو کس وژلی دی.
د پوليسو مشر وويل چې هغه په ژوبل حالت کې نيول شوی و او دا یې منلې وه چې هغه په تېر وخت کې د القاعده برصغير څانګې غړی و خو اوس ورته د داعش له خوا باقاعده تربيت ورکړل شوی او په بېلا بېلو پېښو کې یې د پوليس او رينجرز ۴۱ اهلکار وژلي وو.
د پوليسو مشر وويل چې دغه ژوبل کس وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.