د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د بس دننه چاودنې ۱۵ کسان ووژل

پېښور: د چارشنبې په سهار د پېښور په صدر سیمه کې د سنهري جومات په خوا کې، په یوه بس کې بمي چاودنې ۱۵ تنه ووژل او نژدې ۳۴ نور یې ژوبل کړي دي. د پېښور پولیسو مشر عباس مجید مروت او د پښتونخوا اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، چاودنه د سیول سیکریټرېټ په بس کې شوې چې له درګۍ یې پېښور ته سرکاري کارکوونکي وړل.
د برید ذمه واري دوو ډلو قبوله کړې ده. د مجلس عسکري او لشکر اسلام ډلو مشال راډیو ته له نامعلومه ځایه د ټیلیفون پر لیکه ومنله چې د حملې تر شا دوی لاس درلود.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG