د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اقتصادي راهدارۍ کې د پښتنو حق خوړل کېږي. زاهدخان


عوامي نېشنل ګوند وايي مرکزي حکومت د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره عملي کارونه ځکه نه پيلوي چې لا تر اوسه د پښتنو د حق خبره نه ده څرګنده شوې.

د دې ګوند يو مشر زاهد خان نن ګل ورځ مشال ريډيو ته وويل که د مسلم لېګ (ن) مرکزي حکومت د پښتنو له پامه غورځونې خپله پاليسي جاري وساتي، نو پرضد به یې احتجاج وکړي.

د پاکستان سرکاري راډيو پرون خبر ورکړ چې د دې پروژې د کارونو لپاره د ټېکو اعلانونه (ټېنډرز) خپاره شوي دي. پښتانه سياستوال وايي مرکزي حکومت د دوی د حق په خوړلو سره مهمې لارې له پنجابه تېرول غواړي خو حکومت دا نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG