د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې پنځه وسله وال وژل شوي


افغان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو یو قوماندان له پنځو وسله والو سره د امنیتي ځواکونو په کمین کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا کسان بېګا شپه په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې په شینډنډ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د جګړو له امله له زیانمنو شویو ملکیانو سره د مرستې لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی دی.

د هرات ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG