د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بونیر کې یوه نجلۍ او هلک وژل شوي دي


د خېبر پښتونخوا په بونير کړاکړ کې یو هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوي دي. د جوړجبېپوليس تاڼې مشر اېس اېچ او حسين زاده مشال راډيو ته وويل، چې نن ګهیځ دوی ته یوه کس سليمان رپورټ وکړ چې د هغه ورور حسېن علي په جوړ جبه کلي کې وژل شوی دی. پوليس وايي، دوی د يوه هلک او یوې نجلۍ مړي ترلاسه کړي او د پوسټ مارټم لپاره يې روغتون ته وړې دي.د وژنې په تور د نجلۍ لېور او د هغه يو ملګری نیول شوي دي او پلټنې ترې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG