د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د خپل منځۍ جګړې په نتیجه کې له دواړو لورو څخه ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول مهدي حدید د پنجشبنې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوېو کسانو کې شاوخوا ۱۰۰یې د ملا رسول اړوند طالبانو کې دي او پاته نور یې د ملا منصور له پلویانو دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد جګړه تاییدوي خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، دوی وضعیت څاري او که جګړه ملکي وګړو ته کوم خطر پيښ کړي نو دوی به هم مداخله وکړي.
د طالبانو دواړو ډلو تر اوسه خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.