د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د عمران خان وینا مهال د بلدیاتي استازیو احتجاج


پېښور: د عمران خان وینا مهال د بلدیاتي استازیو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

په پېښور کې د ځايي حکومتونو استازیو غونډه هله د ګډوډۍ ښکار شوه، چې ځايي نماینده ګانو د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د وینا پر مهال احتجاج وکړ او د دغه دواړو مشرانو خبرې يې په سمه توګه وانه ورېدلې. وزیر اعلا پرویز خټک پر دغه مهال د مقامي نماینده ګانو لپاره د تنخواګانو اعلان وکړو خو هغوی غوښتنه کوله چې صوبايي حکومت دې دوی ته پوره اختیارات وسپاري. نن د ګل په ورځ په دغه کنوېنشن کې نژدې شپږ زرو ځايي استازیو ګډون کړی وو. په خېبر پښتونخوا کې په ښاروالۍ (بلدیاتي) ټاکنو کې نژدې دري څلوېښت زره بلدیاتي نمایندګان ټاکل شوي دي او د مقامي استازیو د اختیاراتو دا ستونزو د تېرو وه میاشتو نه راروانه ده نور د غلام غوث په دی ویډيو کي

XS
SM
MD
LG