د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د ۱۰ داعشیانو د وژنې ادعا کوي


د ننګرهار چارواکي په عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش د ۱۰ وسله والو وژنې دعوه کوي.

د والي له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، په اچین ولسوالۍ کې په روانو پوځي عملیاتو کې پینځه وسله وال ژوبل شوي هم دي.

وسله والو لا څه نه دي ویلي، او ازادو سرچینو هم د حکومت د دعوو پخلی نه دی کړی.

د اچین په عملیاتو کې له افغان پوځ سره د سرحدي او عامه نظم پولیس هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG