د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال اسټن: افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی


د امریکا مرکزي قوماندې عمومي قوماندان جنرال لویډ اسټن
د امریکا مرکزي قوماندې عمومي قوماندان جنرال لویډ اسټن

جنرال لویډ اسټین وايي، نړېوالو تر دې وروسته چې افغان ځواکونو ته امنیتي مسوولیت وسپاره، له افغان چارواکو سره له نژدې همکاري پيل کړه او اړیکي خورا پیاوړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندې عمومي قوماندان په دې باور دی چې په افغانستان کې د امنیت په برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي دي او افغان ځواکونه د ۲۰۱۵ کال د جګړې له ډګره بریالي راووتل.

جنرال لویډ اسټن په کابل کې د سېشنبې په ورځ، د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قومانداني د سپارلو پرمهال چې جنرال جان نیکولسن ته وسپارل شوه، وویل، شاوخوا ۳۲۵۰۰۰ افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره ښې هڅې کوي.

د دې امریکایي جنرال په باور تردې دمه د امنیت په برخه کې پرمختګونه د افغانستان د ملکي او پوځي ډلو، امریکایي او نړېوال ایتلاف د ګډو هڅو نتیجه ده او باید دا پرمختګونه خوندي شي.

جنرال اسټین زیاته کړه، نړېوالو تر دې وروسته چې افغان ځواکونو ته امنیتي مسوولیت وسپاره، له افغان چارواکو سره له نژدې همکاري پيل کړه او اړیکي خورا پیاوړي دي.

دې پوځي امریکایي چارواکي بیا وویل، هغه څه چې ډېرمهم دي هغه د افغان ځواکونو د بنسټونو پياوړي کول او د هغوی ملاتړ کول دی.

د جنرال اسټین په وینا، نړېوال او افغان چارواکي اوس هڅې کوي چې د افغانستان، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادو اړیکي پیاوړي شي او د ښاغلي اسټین په وینا په دې برخه کې پرمختګونه هم شوې دي.

د نړیوالو ځواکونو مشري سپارلو په مراسمو کې تېره ورځ په کابل کې نوي عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن ژمنه وکړه چې د یاغیانو د له منځه وړلو لپاره ډېر پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

جنرال نیکولسن زیاته کړه چې هېڅکله به په افغانستان کې د ناټو قربانۍ هېرې نه شي:

"موږ به کله هم دا هېر نه کړو چې ولې دلته راغلي یوو او د دې ماموریت اهمیت به هم هېر نه کړو. په ناټو کې باید خپلو شریکانو ته ووایو چې دا د ناټو او امریکا ماموریت دی. خو د یوه امریکایي جنرال په توګه په ناټو کې خپلو متحدانو ته ویلای شم چې د امریکا خلک به هېڅکله دا هېر نه کړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یوولسمه زموږ پر هېواد بریدونه وشول او تاسو زموږ مرستې ته راودانګل او په دې اوږده جګړې کې زموږ تر څنګ ودریدئ."

جنرال نیکولسن ته د بهرنیوځواکونو د عمومي قومانداني د سپارلو په مراسمو کې د اجرایي رییس عبدالله عبدالله او سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي په ګډون یو شمېر افغان چاراکو برخه اخیستې وه. په دې مراسمو کې د پخواني عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل ستاینه افغان او امریکایي چارواکو وکړه.

د امریکا د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان په دې مراسمو کې وویل چې افغان ځواکونه ډیر پياوړي شوي، خو لاهم د سم پیاوړیتوب لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

جنرال لوید اسټن په دې باور دی چې په افغانستان کې لا ډېرکارونه پاتې دي چې وخت ته اړتیا لري، خو د ده په وینا دا کارونه د دې جوګه دي چې پانګونه پرې وشي.

XS
SM
MD
LG