د ننګرهار چارواکي وايي، ځانمرګي برید نن(چارشنبه) غرمه نژدې۱۲بجې د جلال اباد ښار د پوهنتون روغتون او د هند قونسلګرۍ ته نېږدې پر غزېدلي سړک شوی دی.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل، ځانمرګی بریدګر پلی وو او په یاده سیمه کې یې پر خپلځان تړلي باروت والوزول.
خوږیاڼي وویل، د پېښې له ځایه پنځه ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي، خو نور حال یې ور نه کړ.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې تر ځانمرګي برید وروسته د پېښې په ځای کې د هند قونسلګرۍ ته نېږدې د ډزو اوازونه هم اورېدل کېږي.