د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغانستان امنیتي ځواکونو اړتیاوو لپاره یو ګډ کمیسیو جوړ کړي


په پام کې ده چې افغانستان او چین د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د اړتیاوو د معلومولو په هدف یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

دا خبره د چین د پوځ مشر جنرال فنګ هینګهوی(FANG FENGHUI) د سېشنبې پر ورځ د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست محمد معصوم ستانکزي سره د خبرو پر مهال وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کمیسیون د جوړېدو هدف له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین د مالي مرستو لا ډېره اغیزمنتیا ده.

د اعلامیې له مخې چین ژمنه کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به په راتلونکې کې ۳۰۰ میلیونه چینايي ینه مرسته وکړي.

د چین د پوځ مشر داسي مهال د سېشنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ‌ډول کابل ته سفر کړی چې افغان حکومت د چین،امریکا او پاکستان په همکارۍ له طالبانو سره د سولې هڅې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG