د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: غواړو مذاکراتو ته صلاحيت لرونکي طالبان راشي


عمر زاخېلوال
عمر زاخېلوال

که څه هم دې وروستيوو کې افغان طالبانو ويلي وو چې تر اوسه پورې اسلام اباد کې له هغو مذاکراتو خبر نه دي چې تېره مياشت پرې کابل کې په څلور اړخېزه غونډه کې فیصله شوې وه، خو افغان چارواکي وايي چې د طالبانو سره به مذاکرات کيږي اوغواړي چې پکې واک لرونکي طالبان ګډون وکړي.

افغان چارواکي وايي تمه لري چې زر به په اسلام اباد کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر، حضرت عمر زاخېلوال هغه رپورټونه رد کړل چې افغان حکومت پاکستان ته د مذاکراتو لپاره حاضرولو ته د طالبانو د لسو مشرانو نومونه ورکړي دي.

زاخېلوال پرون ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د راتلونکو مذاکراتو کره نېټه ونه ښوده خو وي ويل: ((دا خبره سمه نه ده چې طالبان سولې ته ليواله نه دي. اوس دوی ته ښه فرصت دی چې راشي او د سياسي بهير برخه شي. موږ غواړو د دوی صلاحيت لرونکي کسان په راتلونکو مداکراتو کې برخه واخلي.))

افغان چارواکي وايي هيله من دي د سولې لپاره د نوي حکومت هغه کوششونه ګټه ولري چې د وسله والو مخالفينو سره يې د مذاکراتو لپاره په پراخه کچه پيل کړي.
افغان چارواکو تل ويلي چې پاکستان پر افغان طالبانو دومره اغېز لري چې کولی شي افغان چارواکو سره يې نېغ په نېغه خبره ته کښينوي. پاکستان هم په دې اړه خپلې ژمنې تکرار کړي او په دې وروستيوو کې د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف هم قطر ته ورغلی وو. په قطر کې د طالبانو يو غيررسمي سياسي دفتر شتون لری.

د پاکستان پوځ تېره هفته د جنرل شريف د سفر په اړه خپله خبرپاڼه کې ويلي وو چې هغه د قطر د چارواکو سره د طالبانو د دفتر له لارې د سولې د بهير د بحالۍ په اړه غږيدلی وو.

د سياسي چارو کارپوه، رحيم الله يوسفزی وايي د پاکستان پوځ کولی شي د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

هغه زياته کړه چې د پاکستاني ملکي او منتخب چارواکو پوځ ته د دې کار واګي سپارلي دي.

د نوموړي په خبره که د سولې بهير زر تر زره پيل نه شي نو په سيمه کې به د جګړو ګټه د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش ته ورسي چې غواړي ځان دلته قوي کړي.

ياده دي وي چې افغان، پاکستاني، چينايي او امريکايي چارواکو د افغانستان د سولې لپاره مذاکراتو ته لار جوړولو په خاطر په اسلام اباد او کابل کې درې غونډې کړي دي. وروستئ هغه يې تېره مياشت کابل کې وه چې پکې د دې مياشتې په لومړيوو کې د طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کېدو امکان ښودل شوی وو.

XS
SM
MD
LG