د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شرمين عبید ډاکومينتري اسکر جايزه یووړه


د شرمين عبید ډاکومينتري اسکر جايزه یووړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:37 0:00

پاکستانۍ شرمېن عبيد چنايي دغه فلم د ۱۹ کلنې صبا قيصر په نامه هغې نجلۍ په اړه جوړ کړی چې په ۲۰۱۴ کال کې په پنجاب کې خپل پلار له دې کبله په ډزو وويشتله چې په خپله خوښه يې واده کړی وو. د امريکا په لاس انجلس ښار کې پرون د 88 مې اکاډمۍ ايوارډ په دستوره کې د غيرت په نوم د وژنې په موضوع جوړ شوي دی فلم مقابله له نورو څلورو فلمونو سره وه. شرمېن عبيد په ۲۰۱۲ کال کې هم اسکر جايزه د خپل يو بل فلم لپاره ګټلې وه. هغه فلم 'مخ ژغورنه' (Saving Face) نومېده چې د هغو مېرمنو په اړه وو چې تېزاب پرې شيندل شوي وو. اوه دېرش کلنه شرمېن عبيد چنايي لومړۍ پاکستانۍ فلم جوړوونکې ده چې اسکر جايزې يې ګټلې.

XS
SM
MD
LG