د مشترکه مفاداتو کونسل څه ته وايي ؟
په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپو اکرام هوتي وايي مرکزي حکومت ځکه د مشترکه مفاداتو کونسل د غونډې له رابللو ډډه کوي چې د ده په خبره صوبايې حکومتونه خپل حقونه غواړي او مرکزي حکومت يې منلو ته چمتو نه دی. زموږ همکار اسرار مومند له اکرام هوتي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د مشترکه مفاداتو کونسل څه ته ويل کيږي ؟ دا مرکه دلته په غږ کې اورېدلی شئ: