د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هغه وسلوال چې عام افغانان وژني حکومت به یې ورسره د سولې خبرې ونکړي.
د فبرورۍ په ۲۷ مه، په افغانستان کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه اته ویشت کسان ووژل شول چې په نتیجه کې یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه خبرو مستقبل د شکونو ښکار شوی دی.
ولسمشر غني وايي د هغو وسلوالو ډلو سره به امن مذاکرات ونکړي چې منځګړي عام افغانان وژني. نوموړی زیاتوي چې د ترهګرو خلاف به افغان امنیتي ځواکونه خپل عملیات لا نور سېوا کوي.
هلته د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین چارواکي په څلور اړخیزه غونډو کې د طالبانو سره د سولې په مذاکراتو ټینګار کوي او ویل کېږي چې د راتلونکې میاشتې په اوله هفته کې به په اسلام آباد کې د طالبانو سره نېغ په نېغه د امن خبرې اترې پیل شي.