د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید نهه تنه وژلي دي


په کابل کې ځانمرګي برید نهه تنه وژلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

کابل: د افغانستان د پلازمېنې کابل امنیتي چارواکي وایي چې نن د دفاع وزارت مخې ته په ځانمرګي برید کې نهه کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي. د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان د ملي اردو سرتیري او عام خلک دي. نوموړي زیاته کړه چې ځانمرګی برید کوونکی پلی روان او د دفاع وزارت جنوبي دروازې مخې ته یې پر سړک په ځان پورې چاودیدونکي مواد وچوول. چارواکي وايي چې برید ماسپښین درې بجې وشوه او په دې وخت کې د دفاع وزارت مخې ته غځیدلی سړک د عامو خلکو او مامورینو له ګڼې ګوڼې ډک وي. د دې برید زمه واري طالبانو اخیستې او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هدف یې د دفاع وزارت د کارکوونکو موټر وو. په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه ځانمرګی برید شوی وو چې شل کسان پکې ووژل شو او تر دیرشو زیات یې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG