د لاسرسي ځای

تازه خبر

امرالله امان: افغان پولیس د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دوی تمه لري چې نړیواله ټولنه به افغان پولیس په پرمختللو وسلو او اړینو وسایلو سمبال کړي .

د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ریس امرالله امان پرون مشال راډیو ته وویل په راتلونکې پسرلې کې افغان ملي پولیس د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري .

نوموړې همدارنګه هغه راپورونه بې بنياده وبلل چې ګڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته ګڼ کسان د پولیسو له لیکو وتلي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې د وسلو او نورو مرستیو غوښتنه کوي چې په همدې وروستیو کې روس لس زره میله کلاشینکوفونه افغان حکومت ته ورکړي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG