د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي ، د کډ‌والو ستنولو تیاري کوي


د پاکستان حکومت وايي د قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو خلکو د بحالۍ لپاره د فنډونه پر برابرولو کار روان دی.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي د فرورۍ پر ۱۶مه نېټه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې په اسلام آباد کې غونډه وشوه چې په کې د کډوالو پر ستنولو د ممکنه مالي لګښتونو جاج واخستل شو.

غونډې ته ويل شوي چې له ټولو خواؤ سره تر مشورې وروسته په دې اړه کار روان دی چې د کډوالو د بيا بحالۍ لپاره به څومره وسايل پکار وي.

وفاقي وزير ټولو اړوند چارواکو ته امر وکړ چې د کډوالو پر ستنولو د ممکنه لګښت په اړه پروسې ته حتمي شکل ورکړي چې دارنګ په مالي کال ۲۰۱۶-۱۷ م کې ورته پېسې بېلې کړل شي.

د پوځي عملياتو له کبله يوازې له شمالي وزيرستانه لس لکه خلک په کال۲۰۱۴ م کې بې کوره شوي وو چې ډيری يې دا مهال په بنو کې ژوند کوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG