د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اسلام اباده تښتول شوی پخوانی افغان والي خوشې شوی


سيد فضل الله وحیدي
سيد فضل الله وحیدي

وحیدي د روانې فبروري مياشتې پر ۱۲مه نېټه په اسلام آباد کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول شوی و.

د افغانستان د کونړ او هرات ولايتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي خوشي شوی دی. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چارواکو نن (جمعه) مشال راډيو ته وويل چې نوموړی نن سهار وختي شاوخوا دوې بجې په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکو ته سپارل شوی دی.

افغان چارواکو دا ونه ويل چې نوموړی څنګه او د چا لخوا قونسلګرۍ ته وسپارل شو. بلخوا پاکستاني چارواکو هم د نوموړي د خوشي کېدو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې.

وحیدي د روانې فبروري مياشتې پر ۱۲مه نېټه په اسلام آباد کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول شوی و.

نوموړی له خپلې کورنۍ سره يو ځای پاکستان ته د بريتانيې د ويزې تر لاسه کولو لپاره تللی و. افغان حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي وه چې د نوموړي د پیدا کولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG