د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ډورن برید کې د ۴۵ داعشیان وژلو ادعا


د ننګرهار چارواکي وايي چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هوايي او ځمکني بریدونو له امله ۴۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږیاني د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د تېرو دولسو ورخو راهيسې هوايي او ځمکني عملیات پيل شوي چې لا هم دوام لري او تر دې مهاله يې تر دوه سوه تنو پورې داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG