د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کریکېټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه


د اسیا جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن دوشنبه د افغانستان کریکېټ ملي لوبډلې خپله درېمه سیالي له هانګ کانګ څخه د ۶۶ منډو په توپیر وګټله. د لوبې پچه د هانګ کانګ لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې پیل کړه.

افغان کریکېټ ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۹منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ ۶۰ او اصغر ستانکزي ۴۹ منډې جوړې کړې.

هانګ کانګ کریکېټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچونکو له لوري محمد نبي عیسی خیل ۴، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او راشد ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

محمد نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د سیالیوجدول په سر کې ځای ومونده او د متحده عربي اماراتو لوبډلې د ماتېدو په صورت کې به اسیا جام سیالیو ته لارموندنه وکړي چې په بنګله دېش کې ترسره کېږي. په اوسنیو څلورو لوبډلو، افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عرب اماراتو کې به یوه لوبډله د آسیا جام سیالیو ته وځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG