د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې چاودنې، لسګونه کسان وژل شوي


په شام کې فعالین او حکومت پلوه رسنۍ وايي د ملک په هغو برخو کې چې د حکومت تر واک لاندې دي، د یو شمېر چاودنو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي دي.

د شام د بشري حقونو څار اداره چې په برتانیا کې موقعیت لري د فبرورۍ په ۲۱ مه یې خبر ورکړ چې په حمص ښار کې ، په غبرګو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي کسان دي. څو ساعته وروسته هم دې ادارې خبر ورکړ چې د سر ښار دمشق په جنوب کې په شیعه مېشته سیمه کې د یوې ځانمرګې او موټر بم حملې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول. سیده زینب د شیعه مسلمانانو له مقدسو زیارتونو سیمه ګڼل کېږي. اسلامي دولت وسله والې ډلې د دواړو بریدونو مسولیت قبول کړی. دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي: له روسیې سره پر یو مقدماتي تړون سلا شوي چې ترمخې به یې په شام کې د نښتو ودرولو لپاره لاره هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG