د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په غبرګو چاودنو کې لسګونه مړه او ژوبل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شام د بشري حقونو څار ډله وايي په مرکزي ښار حُمص کې په غبرګو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

په بريتانيا کې دېره دغه ډله وايي، داسې ښکاري چې ډېرى وژل شوي عام وګړي وي.

خو د حُمص والي طلال برازي د شام حکومتي تلويزيون ته وويل، چې د وژل شويو شمېر ٢٥ تنو ته رسېږي.

حمص ښار تقريباً په بشپړ ډول د شام حکومت په واک کې دى، چې په پرله پسې ډول ورباندې بمي حملې کېږي. دمشق پلوه (الاخباريه تلويزيون) په خپل راپور کې وويل، چې چاودنې د ښار په الزهراء سيمه کې شوي دي.

پر الزهراء سيمې تر دې مخکې هم ګڼ بريدونه شوي دي، تېره مياشت په دې ځاى کې لږ تر لږه ٢٢ کسان په غبرګو ځانمرګو بريدونو کې ووژل شول او مسووليت يې داعش ډلې ومانه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG