د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند چارواکي وايي ، قصداً یې شاتګ کړی دی


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو له نوزاد او موسی کلا ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډيو ته وویل چې نن سهار شپږ بجې یې یادې سیمې پرې اېښې او امنیتي ځواکونو له ولسوالیو په شا شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دا شا تګ تکتیکي او د لنډې مودې لپاره دی.

د یادولو وړ ده چې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو مرکزونه د وسله والو طالبانو په لاس کې وو.

وسله وال طالبان وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یې له ولسوالیو اېستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG