د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعشيانو د پریکړو مرکز بیرته پر ښوونځي بدل شو


د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دهسرک ښوونځی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له داعش وسله والو سره په واک کې و او هغوی به په دې ښوونځي کې خپلې فیصلې اعلانولې خو له څه باندې یوې اونۍ راهیسې چې په دې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دهسرک ښوونځی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له داعش وسله والو سره په واک کې و او هغوی به په دې ښوونځي کې خپلې فیصلې اعلانولې خو له څه باندې یوې اونۍ راهیسې چې په دې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو د داعش پرضد عملیات ترسره کړل دا او دې ته ورته نورې سیمې له وسله والو پاکې کړې او ښوونځي يې بیرته پرانستل.

د دې ښوونځي په پرانست غونډه کې د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل د افغان ګډو ځواکونو وروستي عمليات ګټور و.

نوموړي وویل د شینوارو ولسوالیو امن د ننګرهار او د مرکز پر امن مستقیما اغیز لري:

((که دې سيمې کې امن وي نو په دې پوه شوئ چې ننګرهار کې امن دی په مرکز کې امن دی زه درته ډاډ درکوم چې ستاسې ملي ځواکونه به له تاسو سره وي او ستاسو امنیت به ساتي))

د ننګرهار د ملي امنیت رييس جنرال داد محمد حریفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د اچین ولسوالۍ په څير تغیر په نازیانو او نورو سیمو کې هم راشي:

((زه په اطمنان درته وایم چې په څو ورځو کې به په نازیانو او نورو سیمو کې داسې مثبت تغیر ووینی لکه نن يې چې په اچین کې ګورئ او مخالفینو نور مرال له لاسه ورکړی))

بلخوا په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد زمان وزير له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې په دغو تصفیه شویو سیمو کې دې د بيارغونې کارونه پيل شي.

نوموړي وویل د پوځي عملياتو په پرتله د بيارغونې کارونه د امنیت په راوستو کې اویا سلنه مثبت اغيز لري:

((زما غوښتنه داده چې د عملياتو سره سم که په صحي،بازسازی،معارف او نورو برخو کې دې خلکو سره مرسته وشي توجه ورته وشي نو ډېر زیات مثبت تغیر به راشي))

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي په اچین ولسوالۍ کې سیمه ییزو خلکو ته ډاډ ورکړ د دې سیمې معارف،صحت،بازسازی او نورو برخو ته به پوره توجه کوي.

نوموړي وویل په نیږدې وخت کې به د سکټوري ريسانو جلسه د شینوارو په ولسواليو کې جوړه کړي:

((په راروان اداري مجلس کې به فیصله دا وي چې ټول سکټوري ریسان چې هغوی په شینوارو کې فعالیت ولري هغوی به راتلوونکي کې په شینوارو کې جلسه ونیسي او له ځانه سره به دې سیمې ته یو څه راوړي چې په مختلفو برخو کې کار وشي))

دارنګه نوموړي وویل په پام کې لري چې د شينوارو ولسوالیوبې ځایه شویو کورنیو ته له راستنیدو سره سم په خپله ولسوالۍ کې د خوراکي توکو مرسته وشي.

د ویلو ده چې له تیرو اتو ورځو راهیسې په پيل شویو عملياتو کې په لسګونو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څه د پاسه شل کلي له وسله والو پآک شوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG