د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو: په جګړه کې د ماشومانو استعمال د منلو نه دی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په جګړه کې له ماشومانو هر ډول استفاده د منلو نه ده.

د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیداربېګا مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۱۵ کال کې تر بل هر وخت په افغانستان کې له کمکیو او زلمکیو په جګړو کې ډیر کار اخیستل شوې ده:

( د دولت مخالفبن د جنګي موادو په وړلو کې، د جنګي موادو په ځای پر ځای کولو کې ، ځانمرګو بریدونو کې او آن تر دې چې په ځینو حالاتو کې د استخباراتي مقاصدو لپاره له کوچنیانو استفاده کوي)

تر دې یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې وسله والو طالبانو تیر کال په عملیاتو او د ماینونو د کرلو لپاره له ماشومانو ډیره استفاده کړې ده. خو طالبان دا نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG