د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پنجاب کې پښتانه ماشومان له تعلیم مه محروموئ'


په اسلام اباد کې د ننني احتجاج موخه پاکستان حکومت ته یو پیغام ورکول دي چې بايد له پښتنو سره ناروا چلند بند کړل شي.

په اسلام آباد کې د پارليمان ودانۍ مخې ته پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نادرا لخوا د پښتنو شناختي کارډونو بندولو پر ضد علامتي احتجاج کړی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دغه ګوند د پنډۍ ـــــ اسلام آباد جنرل سیکرېټري حاجي قيوم وويل د نادرا لخوا يواځې په پنجاب صوبه کې د پښتنو تر دوه نيم لاکه زيات شناختي کارډونه له جاري کېدو دورل شوي دي، چې له وجې یې په لاکونه ماشومان په سکولونو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي او د تعليمي کال ضائعه کېدو وېره یې ده.

د ده په وېنا په سکولونو کې له ماشومانو د داخلې لپاره (ب فارم) غوښتل کېږي خو کله چې دوی نادرا ته ولاړ شي نو ورته ويل کېږي چې [ستاسو کارډونه بند یا بلاک] دي نو ځکه [ستاسو د بچو ب فارم نشي درکولی].

د نوموړي په خبره د ننني احتجاج موخه پاکستان حکومت ته یو پیغام ورکول دي چې بايد له پښتنو سره ناروا چلند بند کړل شي.

د پارلمان مخې ته په دغه احتجاج کې یو شمېر ماشومانو او د هغوی پلرونو ترڅنګ د پيپلز ګوند، تحريک انصاف او نورو سياسي ګوندونو ځينو غړیو هم ګډون وکړ.

له مشال راډيو سره په خبرو کې حاجي قیوم دا هم وویل چې د دغه ماشومانو د مستقبل ژغورلو په خاطر به د راتلونکې اتوار په ورځ بیا په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG