په کوهاټ کې پولیس چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان دره آدم خېل وسله والې ډلې یو مهم کماڼدر یې نیولی دی.
د زیارت په ماښام د کوهاټ پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډیو ته وویل، دغه کمانډر یې د کوهاټ ډېلوېپمېنټ سیمه کې پر یو کور د امنیتي ځواکونو په چاپه کې نیولی دی او له هغه یې وسله هم ترلاسه کړې ده.
د ده په خبره، د پټو مالوماتو په اساس نیول شوی دغه کمانډر دلاور نومیږی.
چارواکی وایي، دغه کمانډر یې د پلټنو لپاره ناڅرګند ځای ته وړی دی.
د اورکزو سیمې دلاور چې د مفتي په نامه پېژندل کېږی، په مختلیفو جرمونو کې پولیسو ته مطلوب و او پر ضد یې مقدمې هم درج دي.
ویل کېږي چې حکومت یې پر سر د لس لاکه روپیو قیمت هم لګولی دی.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.