د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ د سالنګ پر لویه لاره تګ راتګ مه کوئ”


د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې خلک دې د اوس لپاره د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ نه کوي.

جنرال محمد رجب چې د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې مشر دی د چارشنبې په ورځ یې مشال راډیو ته وویل،له چارشنبې مازدیګر راپه دې خوا سخت توپان د سالنګ لاره تړلې.

جنرال رجب زیاته کړه چې تر توپان مخکې تیره ورځ د مسافرو یو بس له یوې پیښې سره مخامخ شو چې له امله یې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړ او نژدې شل تنه نور ټپیان شول.

د جنرال رجب په وینا نن(پنجشنبه) به هم د سالنګ لویه لار د موټرو پر مخ تړلې وي او که هوا لږ رڼه شوه، نو د دې لارې پاکول، چې تر سل کیلومتره اوږده ده، څلور پنځه ساعته وخت وغواړي.



د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG