د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتجاج سربېره پي ای اې الوتنې کوي


د پي ای اې ویاند دانیال ګیلاني د پاکستان له سرکاري ټي وي سره په خبرو کې وویل، امکان دی په راتلونکیو ورځو کې د الوتنو لړۍ په بشپړه توګه پرځای شي.

د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې (پي ای اې) کارکوونکیو له لوري د نجکارۍ ضد له کاربندیز سره سره د دغه ادارې ځینو الوتکو الوتنې پیل کړې دي او تر اوسه یې ۱۶ الوتنې ترسره کړې دي.

د پي ای اې ویاند دانیال ګیلاني د پاکستان له سرکاري ټي وي سره په خبرو کې وویل، امکان دی په راتلونکیو ورځو کې د الوتنو لړۍ په بشپړه توګه پرځای شي.

بلخوا د پي ای اې احتجاجي کارکوونکیو ویاند نصرالله اپرېدي د ګل په ورځ مشال راډیو ته وویل، حکومت ځینې ملازمین په زور د الوتنو پیلولو ته اړ کړي دي، دا ښه خبره نه ده. نوموړي وویل لا یې هم له حکومت سره خبرې کامیابه شوې نه دي.

د پې ای اې نجکارۍ (شخصي کولو) د پرېکړې پر ضد ملازمینو د غه ادارې کارکوونکي له جنورۍ میاشتې راهیسې په احتجاج دي او د مذاکراتو له ناکامۍ ورستو يې د روانې فېبرورۍ میاشتې له دویمې نېټې یې ملکي او غیر ملکي الوتنې درولې وې.او هم پر دغه نېټه د احتجاجي ملازمینو او امنیتي ادارو ترمنځ په نښتو کې دوه د پي ای اې دوه ملازمین وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي ول.

د پي ای اې کارکوونکیو مظاهرې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

XS
SM
MD
LG