د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان سولې لویه تمه له پاکستانه ده'


کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د افغان سولې لپاره د څلور اړخیزې غونډې مهال. ۱۸ جنوري ۲۰۱۶
کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د افغان سولې لپاره د څلور اړخیزې غونډې مهال. ۱۸ جنوري ۲۰۱۶

' چین او امریکا د افغانستان سولې په څلور اړخیزه غونډه کې څارونکی رول لري او په یاده برخه کې د پاکستان همکارۍ په تړاو پر نوموړي هېواد لازم فشار نه راوړي'.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون د سولې لپاره درېیم پړاو څلور اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل چې د څلور اړخیزې غونډې درېیم پړاو به د سولې د خبرو لپاره وروستی چوکاټ وټاکل شي.

"په دغه غونډه کې د څلورو غړو هېوادونو جدید او هغه ژمنو ته په پام سره چې لري یې هیلې شته چې د لارنقشې په وروستي کېدلو سره چې د سولې خبرو لپاره یو روښانه چوکاټ جوړوي د سولې خبرو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي."

ورته هیله په پېښور کې خبریال رحیم الله یوسفزی هم لري چې په تېرو دوو غونډو کې پرمختګ شوی دی او په درېیمه غونډه کې به د ګډونوالوهڅه دا وي، داسې یو کړنلاره رامنځ ته کړي چې له طالبانو سره مذاکرات کله، په کوم ځای او څنګه وکړي. د نوموړي په خبره له دې غونډې به زیات امید له پاکستانه وي او افغانستان حکومت هم له دې پروسې ډېر خوشبینی دی خو دوی ګڼي چې دا کار مشکل هم دی او فریقینو ته به نور زیات کوښښ کول وي.

د دغې غونډې دوهمه پړاو ناسته د روان میلادي کال د جنوري په اتلسمه په کابل او لومړی پړاو یې تر دوهم پړاو یوه اوونۍ مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

د لومړي پړاو غونډې موضوع د غړو هېوادونو د دندو په لایحو او د دوهم پړاو غونډې موضوع د سولې د خبرو لپاره د لارې د نقشې برابرول ول.

خو په کابل کې د چارو کارپوه محب الله شریف بیا له څلور اړخیزې غونډې ډېر پرامیده نه ښکاري. او زیاتوي چې افغان ولس هم اندېښنه لري چې دغه ناسته به هم د نورو هغو په څېر بې پایلې سرته ورسېږي.

په دا ورستیو کې د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې د څلور اړخیزې غونډې ګډونوال باید د سولې لپاره پر یوه داسې نقشه سره سلا شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

خو په کابل کې بیا د چاروکارپوه عبدالله واحدیار وايي، چین او امریکا د افغانستان د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې څارونکی رول لري او په یاده برخه کې د پاکستان د همکارۍ په تړاو پر نوموړي هېواد لازم فشار نه راوړي.

XS
SM
MD
LG