د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اې اې کارکوونکو احتجاج دوام لري


د پاکستان د هوايي شرکت (پي اې اې) ملازمینو د حکومت له خوا د کمپنۍ د شخصي کولو پر ضد احتجاج له د دوام ورکولو اعلان کړی دی.

د هواي شرکت ملازمینو دا وخت په کراچۍ کې د مرکزي دفتر مخې ته د احتجاج په توګه پرلت غزولی دی او د دفتر دروازې يې تړلي دي.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د سېشنبې پر ورځ له سرکاري ټیليویژن سره په خبرو کې ویلي دي د احتجاج پر شا ځينې سیاسي ګوندونه دي او کوم ملازمین چې په احتجاج کې برخه اخلي د هغوی پر ضد به کاروايي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG