د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې د جګړې ختمولو له اوسنیو خبرو مطمین نه یم"


د امریکا سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ مشر او د ريپبلیکن ګوند غړي باب کورکر
د امریکا سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ مشر او د ريپبلیکن ګوند غړي باب کورکر

ښاغلي کورکر زیاتوي، د یاغیانو له خوا د خبرو اترو لومړی شرط هم دغه وو چې عملیات دې ودرېږي، لا عمل نه دی ورباندې شوی.

واشنګټن ډي سي: د امریکا سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ مشر او د ريپبلیکن ګوند غړي باب کورکر په شام کې د کورنۍ جګړې ختمولو او د سولې په اړه پر روانو خبرو شکونه څرګند کړي. نوموړی وايي، داسې امکان کم دی چې دغه خبرې به یا خو د شام روانه کورنۍ جګړه ختمه کړي او یا به صدر بشارالاسد خپله چوکۍ پرېږدي.

د ګل په ورځ له امریکا ږغ/غږامریکا راډوی سره په یوه تفصيلي مرکه کې ښاغلي کورکر وویل: " دا مهال داسې څه ویل ګران دي. د نورو په شان زه هم سفارتکاري یا خبرې اترې یو غوره حل ګڼم. خو په موجوده حالاتو کې چې کوم څه روان دي دغه مناسب نه دي."

سویټزرلېڼد:په شام کې د اپوزیشن مشر اسد ال ذوبولي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټفان دې مستورا سره یوځای د جوړجاړي خبرو ته پر لار دی
سویټزرلېڼد:په شام کې د اپوزیشن مشر اسد ال ذوبولي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټفان دې مستورا سره یوځای د جوړجاړي خبرو ته پر لار دی

په جنیوا کې د ملګرو ملتوو له خوا روانو دغه خبرو اترو په دویمه ورځ په شام کې د شییعه مسلمانانو پر یومزار برید ګڼ کسان ووژل. بل خوا د حکومتي عسکرو لخوا د یاغیانو په سیمه کې عملیات هم دوام لري.

ښاغلي کورکر زیاتوي، د یاغیانو له خوا د خبرو اترو لومړی شرط هم دغه وو چې عملیات دې ودرېږي، لا عمل نه دی ورباندې شوی.

د سېنېټ بهرنیو چارو کمېټۍ چیېرمېن وایي:

" کومه بشري غوښتنه چې دوی (یاغیانو) کړې وه هغه لا نه ده پوره شوې. او نه د ښځو او ماشومانو د خوشې کولو لپاره یو څه ګام اخیستل شوی دی. په خاصه توګه هغه ماشومان چې له ښخو سره د جنسي تېري له امله پیدا شوي."

د ګل په ورځ بیا دغه خبرې تر سبا وځنډول شوې. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستافن دې مستورا د مخالفه ډلو له مشرانو سره دوه ساعته ملاقات هم کړی دی.

د اتوار په ورځ د امریکا بهرنیو چارو سیکرېټری جان کېري ټولو ډلو ته خبرداری ورکړی چې د خبرو اترو مېز ته دې راشي.

" دواړه ډلو ته خواست کوي چې له دې موقعې دې ګټه پورته کړي او په سنجیده خبرو اترو کې دې برخه واخلي. او تر راروانو ورځو دې مناسب ګامونه پورته کړي".

خو د ښاغلي کورکر په وینا د شام ولسمشر بشرالاسد د واک اختیار پرېښودو او یا د خپلو بدو عملیاتو پرېښودو څه جواز نشته او هغه هم هغه شان په جنګي میدان کې پرمختګ کوي.

د ده په خبره :( په شام کې په ځمکه حالات بدلېږي، تاسو روس وینئ چې په شام کې موجود دی او د دوی او ایرانیانو په مرسته به ولسمشر اسد نورې ګټې هم ترلاسه کوي).

XS
SM
MD
LG