د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي د پوځي عملیاتو پلانونه جوړوي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په ناامنه سیمو کې د پوځي عملیاتو لپاره پر پلانونو کار کوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د اتوار یا یکشنبې پر ماښام په یوه بیان کې ویلي، والي سلیم خان کندزي له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې د دې ولایت په ناامنه سیمو کې د عملیاتي پلانونو جوړولو سپارښتنه کړې.

بیان وايي، کندزي دا سپارښتنه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار د پوځي شورا په غونډه کې د ملي اردو او ملي پولیسو له مسوولینو سره د لیدو پر وخت وکړه.

بیان زیاتوي چې والي سلیم خان کندوزي د ګزمو او پلټنیزو عملیاتو پراخولو غوښتنه هم وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG