د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکي پر امنیتي ګامونو سره ږغېدلي


د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکي په په پېښور کې د یو مهمې غونډې پر مهال د دواړو هیوادونو پر خپل منځي پوځي همکاريو سره ږغېدلي دي.

پېښور: د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکي په په پېښور کې د یو مهمې غونډې پر مهال د دواړو هیوادونوپر خپل منځي پوځي همکاريو سره ږغېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو اته کسیز پوځي پلاوی پاکستان ته تللی او د شنبې په ورځ یې په پېښور کې د پاکستاني پوځ له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د پاکستاني پوځ عامه اړيکو دفتر- آی ایس پي آر – په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې له افغان پلاوي سره د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د امنيتي ګامونو په خبرې اترې شوې ډي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو پوځي چارواکي د پولې دواړو غاړو ته د امنیتي ګامونو پر ښه کولو سره سلا شو.

دې افغان پلاوي له هغه وروسته پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم کابل ته تللی وو.

د پاکستاني پوځ د چارواکو په وینا ، دا پرېکړه په کابل کې شوې وه چې د همکاریو لپاره به د دواړو غاړو پوځي چارواکي غونډې کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوځي چارواکو دا غونډه په داسې وخت کې شوې ده چې دواړو هیوادونو پر باچان خان پوهنتون تر وسله وال برید وروسته یو ځل بیا پر یو بل تورونه پورې کړل.

پاکستاني پوځ وویل چې پر یاد پوهنتون شوی برید په افغانستان کې تنظیم شوی وو خو افغان ولسشمر اشرف غني بیا وویل چې دوی هیڅ کله هم نه وسله والو ته پټنځایونه ورکړي دي او نه یې هم وسله وال ساتلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې له هغه وروسته یو څه نرموالی تر سترګو کېده چې افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر پر نهمه په اسلام اباد کې د اسیا زړه نومي کنفرانس کې ګډون وکړ.

په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په مخه او څرنګوالي څلور اړخیزه کمېټۍ هم جوړه شوه چې د افغانستان تر څنګ د پاکستان ، چین او امریکا استازي پکې شامل دي.

دې کمېټۍ تر اوسه په اسلام اباد او کابل کې دوې غونډې کړې دي. ټاکل شوې ده چې د یادې کمېټۍ دریمه غونډه د فرورۍ پر شپږمه نېټه وشي.

افغان ولسمشر اشرف غني د سویټزرلېنډ په ډېوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د نورو نړیوالو مشرانو تر څنګ له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره هم لیده کاته وکړل.

افغان ولسشمر پر دې مهال له بي پي سي سره په یو مرکه کې وویل ، له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو نېټه باید ژر تر ژره اعلان شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که به راتلونکو څو اونیو کې له طالبانو سره په روغه جوړه کې پرمختګ ونه شو نو جګړه به نوره سخته شي او اثرات به یې پر ټوله سیمه پرېوزي.

افغانستان وايي چې هلته جګړه کوونکي طالبان د پاکستان په واک کې دي او پاکستان نه یوازې هغوی ته پټنځایونه ورکړي دي بلکې مرستې هم ورسره کوي. خو پاکستان دا یوازې تور بولي او وايي چې دوی په خپله د ترهګرۍ ښکاري دي.

XS
SM
MD
LG