د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزې لېنډ په وروستۍ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

د پاکستان او کوربه هیواد نیوزي لېنډ ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د نیوزي لنېډ په کټه پای ته ورسېده.

د نن په دې دریمه لوبه کې پاکستان له پچې ګټلو وروسته لومړی بېټنګ وکړ او په ۴۸ اور کې ۲۹۰ منډو له جوړولو وروسته ټول اوټ شو.

په ځواب کې د نیوزې لېنډ لوبډلې د باران له کبله لنډ شوی هدف د اوو لوبغاړو په سر په وروستي اور کې پوره کړ او نه یوازې د دې لوبې بلکې د درو لوبو لړۍ په ګټلو کې هم بریالي شو. تر دې وړاندې شوو دوو لوبو کې لومړۍ نیوزې لېنډ ګټلې وه او دویمه د زیات باران له کبله نه وه شوې.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG